
کابل ټیلیګراف – ۴ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د انګلستان پخواني کپتان جو روټ د اسټرالیا پخواني کپتان رکي پونټینګ ریکاډ مات او د ټیسټ کرکټ په تاریخ کې د دویم تر ټولو زیات رنز جوړوونکي لوبغاړي اعزاز یې ترلاسه کړ.
د کرکټ ویبپاڼې کرک انفو د راپور له مخې، انګلینډي لوبغاړي جو روټ د وروستي اننګز په کولو سره د راهول ډریویډ، جیک کیلیس او رکي پونټینګ ریکارډونه مات کړل او دویم مقام یې خپل کړ. هغه د هندوستان پر هغه تر دې وړاندې په مانچسټر کې د څلورم ټیسټ پر مهال سنچري جوړه کړه او د تر ټولو زیات رنز جوړوونکو لوبغاړو په لیست کې یې درې درجې پرمختګ وکړ.
جو روټ د ۲۰۲۴ کال په اکتوبر کې ایلسټر کک د ریکارډ په ماتولو سره د انګلستان د تر ټولو زیات ټیسټ رنز جوړوونکي لوبغاړي اعزاز ترلاسه کړی و.
هغه د هندوستان پر وړاندې د څلورم ټیسټ درېیمې ورځې پر مهال درې نور لوبغاړي شاته کړل او ۱۳ زره او ۴۰۹ رنز یې جوړ کړل.
اوس جو روټ یوازې د هندوستان پخواني کپتان سچن ټنډولکر څخه شاته دی، چې په ټیسټ کرکټ کې یې ۱۵ زره او ۹۲۱ رنز جوړ کړي او لومړی مقام یې خپل کړی دی.
جو روټ په اولډ ټریفورډ کې له زرو زیات ټیسټ رنز جوړوونکی لومړی لوبغاړی هم شو.