افغانستانخبرونه

ننګرهار کې د ځمکې پر سر شخړه کې اتو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

کابل ټیلیګراف ۴ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

 ننګرهار کې د طالبانو امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د ځمکې ملکیت پر سر د دوو کورنیو ترمنځ د شخړې له امله یو کس وژل شوی او اووه نور ټپیان دي.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې نن سهار د دغه ولایت د روداتو ولسوالۍ په «بړو» سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه رامنځته شوې ده.

نوموړي زیاته کړې چې دې پېښه کې یو کس وژل شوی او اووه نور ټپیان شوي دي.

د سرچینې په وینا، امنیتي ځواکونه پر وخت د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د درملنې په موخه نږدې روغتیايي مرکز ته لېږدولي دي.