
کابل ټیلیګراف ۴ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، په نورستان ولایت کې د ۱۵۰ میلیون افغانیو په ارزښت د کونزايټ، بېروج، مارګنېټ او بلور ډبرې وپلورل شوې.
د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو ډبرو د پلور داوطلبي د نورستان د دواب ولسوالۍ په ماوې سیمه کې د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې له ٢٠٠ د ډېرو پانګهوالو په شتون کې ترسره شوه.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په داوطلبي کې د کونزايټ، بېروج، مارګنېټ او بلور ډبرې د ١٥٠ میلیونه افغانیو په قيمت و پلورل شوې چې پهکې د اسلامي امارت ونډه ١٥ میلیونه افغانۍ ده.
یاد وزارت لیکلي چې دا د عوایدو د زیاتوالي او پانګهوالو ته د پانګونې د لا ډېرو فرصتونو برابرولو برخه کې مهم ګام بلل کېږي.