افغانستانخبرونه

د ایران ولسمشر کابل ته سفر کوي

کابل ټیلیګراف – ۵ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

په کابل کې د ایران سفارت وايي چې ښاغلي پزشکیان د دې هیواد د بهرنیو چارو وزارت له رییسانو سره په یوه ناسته کې ویلي چې د هغه د بهرني سیاست لومړیتوب له ګاونډیو سره د اړیکو پراخول دي او چمتو دی چې افغانستان ته سفر وکړي ترڅو له افغانستان سره په اړیکو کې یوه نوې پاڼه پرانیزي.

دا لومړی ځل دی چې د ایران یو لوړ پوړی چارواکی افغانستان ته د سفر په اړه خبرې کوي.

د ایران او طالبانو ترمنځ د نږدې اړیکو په اړه مخکې هم راپورونه ورکړل شوي دي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې په وروستیو میاشتو کې د ایران او افغانستان ترمنځ اړیکې د سرحدي امنیتي نښتو، د افغان کډوالو پر وړاندې د سختو محدودیتونو او د پراخو ایستنو تر اغېز لاندې راغلي دي.

د رسمي سرچینو او نړیوالو ادارو د شمېرو له مخې، په تېرو میاشتو کې لس‌ګونه زره افغان کډوال له ایرانه راایستل شوي دي؛ دا بهیر د افغانستان دننه او د بشري حقونو د سازمانونو له خوا له پراخو نیوکو سره مخ شوی دی.

د ایران سفارت تر اوسه د دې سفر د وخت یا اجنډا په اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي.