افغانستانخبرونهلوبې

محمد نبي له ایرانه راستانه شویو افغانانو سره یو میلیون افغانۍ مرسته وکړه

کابل ټیلیګراف – ۵ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال 

د افغانستان د کرکټ ملی لوبډلې پخواني کپتان محمد نبي عیسی خېل کابل کې د هغه افغانانو میشت غالي ته ورغلی، چې په کې له ایرانه راستانه شوې کورنۍ میشتې وې.

هغه د یادو کورنیو د وضعیت د کتنې ترڅنګ د خپل خیریه بنسټ له لورې ورسره یو میلیون افغانۍ نغدي مرسته کړې.

به ورته وخت کې د شل اوریزو لوبو کپتان راشدخان د ننګرهار شینوارو ولسوالۍ ته تللی او د نړیوال لوبڅار بسم الله خان شینواري کورنۍ ته د هغه د مړینې له امله فاتحه کړې.

یوې سرچینې کابل ټیلیګراف ته وویل: چې نوموړي د مرحوم شینواري کورنۍ سره مرسته هم کړې، خو د رسنیز کېدو څخه یې مخه نیول شوې ده.