
کابل ټیلیګراف – ۵ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د نړیوالې ټولنې د سخت فشار وروسته، د مصر له لارې غزې ته مرسته رسونکي بار موټرې داخلې شوې.
د را پورونو له مخې؛ د مصر څخه ګڼ شمېر د مرستو بار موټر د رفح کراسنګ له لارې غزې ته ننوتي دي.
په دې موټرو کې خوراکي توکي او د زیربناوو سامان لیږدول شوی دی.
د یادونې وړده، چې اسرائیلو د مرسته رسولو په موخه د غزې په ځینو سیمو کې د ۱۰ ساعتونو لپاره د عملیاتو د وقفې اعلان کړی و.
د مصري رسنیو د راپورونو له مخې، مصر او متحده عربي امارات دا مرسته شوې توکې غزې ته رسوي.
خو د مصر سره صلیب یا نورو اړوندو چارواکو دا نه دي ویلي چې څومره مرستې غزې ته لېږل شوي یا نورې مرستې به کله ورسیږي.