خبرونهنړۍ

لیبیا کې د کډوالو کښتۍ ډوبېدو له امله ۱۸ مړه او ۵۰ لادرکه شوي

کابل ټیلیګراف – ۸ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د کډوالو نړيوال سازمان وايي، په لیبیا کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې ۱۸ تنه  کډوال وژل شوي، ۵۰ لادرکه دي، او ۱۰ کسان ژغورل شوي دي.

دا پېښه د ليبيا د طبرق ښار ساحلي سيمې کې رامنځته شوه، چې دا ساحلي ښار د مصر پولې ته نږدې دی.

د بهرنيو رسنيو د راپورونو له مخې، ليبيا د کډوالو لپاره چې اروپا ته تګ کوي، تر ټولو خطرناک سمندري مرکز جوړ شوی دی.