
کابل ټیلیګراف – ۸ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو اقتصادي معاونیت ویلي، دغه کارخونه چې نن (چهارشنبه) د کابل په استالف ولسوالۍ کې پرانیستل شوه، ۲۸ میلیونه ډالر پکې پانګونه شوې او په پام کې ده په کلني ډول زر ټنه ممیز پروسس کړي.
د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر چې د دې کارخونې په پرانیسته کې ګډون کړی و د کورنیو محصولاتو پر کیفیت او بسته بندۍ ټینګار کړی او دا چاره یې د هېواد اعتبار او سودواګریزو اړیکو پراختیا لپاره مهمه بللې ده.
برادر زیاته کړې چې هڅه کوي د لاجوردو دهلیز په بشپړ ډول فعال او له دغې لارې اروپایي بازارونو ته د افغان سوداګرو لاسرسی ممکن کړي.