خبرونهنړۍ

د اسرائیلو بریدونو له امله غزه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۶۰ زرو ته ورسید

کابل ټیلیګراف – ۸ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

 د فلسطين د روغتيا وزارت اعلان کړی، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې نېټې راهيسې د اسرائيلو د تېري په نتيجه کې د غزې تړانګه کې د شهيدانو شمېر لږ تر لږه ۶۰ زره او ۳۴ تنو ته رسیدلی.

د روغتيا وزارت په وينا، په شهيدانو کې ۱۸ زره ۵۹۲ ماشومان، ۹ زره ۷۸۲ ښځې او ۴ زره ۴۱۲ زاړه کسان شامل دي.

د وزارت په بيان کې زياته شوې، چې په دې موده کې د اسرائيلو د بريدونو په نتيجه کې ۱۴۵زره ۸۷۰ کسان ټپيان شوي هم دي.

یاد وزارت يو ځل بيا له نړيوالې ټولنې، د بشري حقونو سازمانونو او طبي ادارو غوښتنه کړې، چې سمدستي مداخله وکړي، د اسرائيلو بريدونه ودروي، د ولسي خلکو ساتنه وکړي.