افغانستانخبرونه

د ازادۍ جبهه: کابل کې مو د امربالمعروف په محتسبینو برید کړی

کابل ټیلیګراف – ۱۱ زمری ۱۴۰۴ د ایران 

د افغانستان د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو يوه وسله واله مخالفه ډله وايي چې کابل کې يې د طالبانو د امربالمعروف په محتسبینو وسله وال برید کړی چې درې طالب جنګیالي يې وژلي او دوه طالب محتسبين يې ټپيان کړي دي.

د ازادۍ جبهې د دغه برید نېټه د روانې میاشتې ۹مه نېټه ښودلې خو دقیق ځای یې نه دی په ډاګه کړی چې پېښه د کابل ښار کومه سيمه کې شوې ده.

یادې جبهې ویلي چې د طالبانو امربالمعروف ډلې په يو چېک پاینټ کې په موټرو کې سپاره خلک ازار او ازعیتول چې د دوی د جنګیاليو تر برید لاندې راغلل.