
کابل ټیلیګراف – ۱۲ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د فلسطین سرې میاشتې ټولنه وایی، چې اسرائیلو په خان یونس ښار کې د دې ټولنې پر مرکزي دفتر برید کړی.
دغه ټولنه زیاتوي، چې د دغه برید له امله د دې ټولنې یو کارکوونکی وژل شوی او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
ورته مهال تېره ورځ غزه تړانګه کې د اسرائیلي رژیم د بریدونو له کبله ۵۷ فلسطینیان وژل شوي، چې له دې ډلې ۳۷ تنه د مرستو وېش مرکزونو ته څېرمه په نښه شوي دي.