افغانستانخبرونه

افغان پانګوالو له ازبکستان سره ۴۵ سوداګريزې هوکړې لاسلیک کړې

کابل ټیلیګراف – ۱۳ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري د ازبکستان له خصوصي سکټور سره د سوداګرۍ او صنعت د پرمختګ په موخه د ۴۵ سوداګریزو هوکړو سندونه لاسلیک شول.

د دغو ترچیحي سوداګریزو هوکړه لیکونو له مخې به د دواړو خواوو سوداګر وکړای شي چې هم په دغو هېوادونو کې سوداګري وکړي او هم پانګونه ترسره کړي.

خو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر سید کریم هاشمي وايي تر هغې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ویزو ستونزه نه وي حل شوي تر هغې پورې دا تړونونه ګټه نه شي رسولی.

بلخوا د سوداګرۍ ا وپانګونې خونې لومړي مرستيال محمد يونس مهمند هيله څرګنده کړه چې د دغو هوکړه لیکونو په لاسلیک سره به صادرات او واردات زیات شي.

بلخوا د طالبانو په حکومت کې د سوداګرۍ او صنعت وزیر نورالدین عزيزي وويل، حکومت يې هوډ کړی چې له ازبکستان سره د سوداګرۍ کچه تر درې ميلیارده ډالره لوړه کړي.