
کابل ټیلیګراف – ۱۳ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د اطلاعاتو او کولتور وزارت وايي، د دغه وزارت د مسلکي انجينرانو له لوري یو زرو ۴۳۰ قلمه لرغوني اثار چې د لوګر ولایت په مس عینک سیمه کې موندل شوي وو، د لرغون پېژندنې ریاست ته ولېږدول شول.
دغه وزارت په يوه اعلامیه کې ويلي چې دغه اثار له خټو، ډبرو، فلزاتو، ښیښې، هډوکو او لرګیو څخه جوړ شوي دي، چې لرغونتوب یې پېنځه زره کلونو ته رسېږي.
طالبانو د اطلاعاتو او کولتور وزارت د لرغون پېژندنې رییس سید ذبیحالله سادات وایي، چې دغه اثار له پاک کارۍ، ترمیم، پېژندنې او تسجیل وروسته ملي موزیم ته سپارل کېږي.