افغانستانخبرونه

نورستان کې ترافيکي پېښه؛ ۶ سیلانیان ټپيان شوي

کابل ټیلیګراف – ۱۳ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د نورستان په وایګل ولسوالۍ کې د يو موټر د چپه کېدو له امله ۶ کورني سيلانیان ټپيان شوي دي.

په نورستان کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند غلام رحمان حیدري وايي، د وایګل ولسوالۍ مرکزي وایګل اړوند اپراشتال سیمه کې یو ډاډسن ډوله موټر  چې ټول سپاره یې سیلانیان وو درې ته چپه شوی دی.

هغه زیاته کړه، پېښه چې نن سهار رامنځته شوې په موټر کې سپاره شپږ کسان ټپيان شوي دي.

هغه زیاته کړه، ټپيان روغتون ته لیږدول شوي او د ځینو روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی.