خبرونهنړۍ

د ایران بهرنیو چارو وزیر: امریکا مجبوره ده، چې عادلانه مذاکراتو ته داخل شي

کابل ټیلیګراف – ۱۶ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د ایران  د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په یوه تلویزیوني پروګرام کې ویلي، د ايران د ګټو د خوندي کولو لپاره هر ځای چې اړتيا وي جنګ، دپلوماسي او خبرې اترې کوو او هېڅ کړنه د خپلو ګټو د ترلاسه کولو لپاره نه پرېږدو.

نوموړي زیاته کړه، چې د ایران د اټومي پروګرام سوله‌ییز والی روښانه دی، او چمتو یو چې دا اعتماد نورو ته هم ورکړو، خو له بل لوري بندیزونه باید لرې شي.

هغه یو خل بیا ټینګار کړیو چې د ایران د اټومي حقونو د غني کولو پروګرام ته دې درناوی وشي.

د ايران د بهرنيو چارو وزير وويل، موږ د پخوا څخه په همدې منطق سره خبرې اترې وکړې، خو امریکا مخکې هڅه وکړه چې دا موضوع په زور حل کړي، خو اوس پوه شوې ده چې نظامي گزینه ناکامه ده.

“اوس دوی مجبوره دي، چې یو عادلانه مذاکراتو ته داخل شي.”

دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ یو خل بیا ټینګار کړی، که ایران اټومي پروګرامونو غني کولو ته دوام ورکړي، پر وړاندې به یې بیا ځل نظامي اقدام وکړي.