افغانستانخبرونه

طالبانو دایکندي کې د نسیم راډيو د درېیو کار کوونکو تر نیولو وروسته راډيو تړلې ده

کابل ټیلیګراف – ۱۷ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال 

راپورونه وايي چې د طالبانو استخباراتو وروسته له هغې چې د نسیم په نوم د يوې سیمه ييزې راډيو درې کار کوونکي يې ونيول، دا راډيو يې تړلې ده.

يوې سرچینې کابل ټیلیګراف ته تایید کړه چې طالبانو د پنجشنبې په سهار لومړی دغې راډيو ته ننوتل د څو ساعتونو لپاره يې د راډيو دفتر محاصره کړ او داخل يې هم تر واک لاندې نیولی و، بیا يې دروازه وتړله او د راډيو کار کوونکو ته يې د ورتګ اجازه نه ورکوله.

د تېرې چهارشنبې په ورځ د طالبانو ځايي استخباراتو دایکندي ولایت کې د نسیم راډيو د نشراتو مدیر سلطان علي جوادي او دوه خبریالان يې سیف الله رضايي او مجتبی قاسمي ونیول خو له څو ساعتونو بند وروسته يې په ضماند بېرته ازاد کړل.