افغانستانخبرونه

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان: طالبان دې د خبریالانو نیول بند کړي

کابل ټیلیګراف – ۱۷ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

په جلا وطنۍ کې د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO) د طالبانو په بند کې د ۱۰ خبریالانو ناڅرګنده وضعیت او په تېرو څو ورځو کې د بېلابېلو تورونو پر بنسټ د یو شمېر نورو خبریالانو او رسنیو کارکوونکو نیول په کلکه غندي.

دغه سازمان وايي، دا کړنې د بیان ازادۍ، د رسنیو خپلواکۍ او بشري حقونو له نړۍوالو اصولو څخه د طالبانو د روانو ځپونکو اقداماتو ښکاره بېلګې دي. روان وضعیت د دې لامل شوی چې ګڼ شمېر افغان خبریالان درېیمو هېوادونو، په ځانګړې توګه ایران او پاکستان ته پناه یوسي چې له بده مرغه هلته هم هغوی له ناوړه وضعیت سره مخامخ دي.

ياد سازمان د پنجشنبې په ورځ د يوې اعلامیې په خپرولو ويلي: ((موږ له طالبانو يو وار بیا غوښتنه کوو چې د خبریالانو او رسنيزو فعالانو پر وړاندې دا ډول ناقانونه او ظالمانه کړنې سمدلاسه پای ته ورسوي. د خبریالانو نیونه، ګواښوونه او د رسنیو پر وړاندې محدودیتونه د افغانستان د رسنيو قانون، نړیوالو بشري حقونو د کنوانسیونونونو او اصوول سره په جدي ټکر کې دي.))

د يادولو وړ ده چې په دې وروستيو کې طالبانو په پلازمېنه کابل او ځینو ولايتونو کې د خبریالانو د نيولو قضیې ډېرې کړې دي.