
کابل ټیلیګراف – ۱۷ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيال او د یونیسف عمومي اجرایوي مشر چیبان تېد چې افغانستان ته يې سفر کړی، د طالبانو د عامې روغتیا وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي سره لیدلي دي.
په دغه لیدنه کې دواړو لوریو په افغانستان کې روغتيايي ستونزو د حل او اړونده برخه کې د یونیسف د همکارۍ په تړاو خبرې کړې دي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزیر ویلي هڅه کوي د نړیوالو مرستو تر څنګ د خپلې داخلي بودیجې څخه په استفادې د روغتیایي سیستم د پراختیا او معیاري کولو لپاره لا کار وکړي.
دغه راز په دې لیدنه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او یونیسیف سازمان اجرائیوي مشر چیبان تید چې د بشري عملیاتو او اکمالاتو مسئولیت په غاړه لري په یادو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.