
کابل ټيلیګراف – ۱۸ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د کورني کرکټ پياوړی ځوان لوبغاړی لقمان شېرزاد چې خپلو ملګرو سره يې لغمان کې په سیند کې لامبلې، اوبو وړی او مړ شوی دی.
د کرکټ د ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي هستي ګل عابد پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې هغه پرون له دغې پېښې سره مخ شوی دی او ټاکل شوې چې نن يې د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې جنازه ترسره شي.
ښاغلي عابد زیاته کړې: ((لقمان د یو شاګرد تر څنګ زما نزدي ملګری هم وه او د کرکټ په ډګر کي الله ج ډیر زیات استعداد ورکړی وه یو بهترین راتلونکی ورته په لاره وه عاجزه او مینه ناکه څهره وه الله ج دي ورته جنت الفردوس په نصیب کړي او کورنئ ته يي صبر جمیل د لوي الله ج نه غواړم.))