
کابل ټيلیګراف – ۱۸ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د ملګرو ملتونو د یو اېن هبېتات افغانستان څانګې د افغانانو د پراخې راستنېدنې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د دغه بنسټ د افغانستان څانګې د پروګرام مدیرې، سټيفني لووز په جینیوا کې خبریالانو ته ویلي، افغانستان اوس مهال په بې سارې توګه د راستنېدونکو له کړکېچ سره مخ دی.
هغې زیاته کړې د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهیسې، شاوخوا درې میلیونه افغانان چې په پاکستان او ایران کې اوسېدل یا اړ ایستل شوي او یا پخپله خوښه راستانه شوي چې تر سږ کال پورې له دوو میلیونو زیات را اوښتي دي.
لووز په دغه راستنېدنه کې د افغان نجونو او ښځو د زده کړو او د هغوی د نورو حقونو د نه خوندیتوب په اړه هم اندېښنې شریکې کړې دي.