افغانستانخبرونه

کابل کې د پټاکيو د ډزو له ډاره دوه کلن ماشوم مړ شوی

کابل ټيلیګراف – ۱۸ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د کابل ښار د دولسمې ناحیې اړوند احمدشاه بابا مېنې (ارزان قیمت سیمه کې تېره شپه يو دوه کلن ماشوم د پټاکیو د ډزو له ډاره مړ شوی دی.

د سيمې يو اوسېدونکي کابل ټیلیګراف ته وويل چې پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د کوژدې په مراسمو کې ځوانانو پټاکۍ چولې او يو ماشوم بې هوښه شو، کله چې يې روغتون ته انتقالوي، ډاکټران يې معاینه کوي، پوهېږي چې د دغه دوه کلن ماشوم زړه له ډاره چاودلی او مړ شو یدی.

د کابل ښار د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي په دې وروستيو کې د شپې له اړخه د پټاکیو له چولو په تنګ راغلي او وایي، ډېر کله داسې کېږي چې د واده/کوژې واله د شپې له لسو د سهار تر اذانونو پورې د پټاکیو ډزې کوي.