افغانستانخبرونه

طالبانو ننګرهار کې د يوناما د دفتر انتقال لپاره درې میاشت مهلت ورکړ

کابل ټيلیګراف – ۲۰ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال 

په ننګرهار کې د طالبانو والي د يوناما (د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت) له مسوولینو سره په لیدنه کې د جلال اباد د دفتر د انتقال لپاره درې میاشتې مهلت ورکړی دی.

ننګرهار کې د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر ويلي چې په ختيځ زون کې د يوناما مشرې کېرن لین کوټس له والي ملا محمد نعیم اخوند سره لیدنه کې غوښتنه کړې چې د دفتر د انتقال لپاره نوی ځای نیول شوی خو هلته د ترمیم کارونه روان دي باید درې میاشتې مهلت ورکړي.

د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، ننګرهار کې د طالبانو والي په دغه ناسته کې درې میاشتې وخت ورکړی او ټاکل شوې چې درې میاشتې وروسته دغه دفتر خپل نوي ځای ته انتقال کړي.

څو ورځې وړاندې ځينو رسنيو راپورنه ورکړل چې جلال اباد کې د يوناما دفتر د طالبانو د والي په امر تړل شوی خو پرون يوناما د يوې اعلامیې په خپرولو ويلي چې دفتر تړل شوی نه دی، بلکې د ځای چې د ولايت مقام ترڅنګ په دولتي ځای کې دی، قرارداد يې ختم شوی او نوي ځای ته انتقالېږي.