خبرونهسیمهنړۍ

امریکا د (بلوچستان ازادي غوښتونکی پوځ) د بهرنیو ترهګريزو ډلو لېست کې شامل کړ

کابل ټيلیګراف – ۲۱ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال 

وروسته له هغې چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز مارشال عاصم منیر امریکا ته سفر وکړ او هلته يې له پوځي او سیاسي چارواکو سره ولیدل، په يو تازه اقدام کې د امریکا د پوځ له لوري د پاکستاني حکومت ضد وسله واله ډله (د بلوچستان ازادي غوښتونکی پوځ) د بهرنيو ترهګريزو ډلو په لېست کې شامل کړه.

متحده ایالتونو په ۲۰۱۹ کال کې هم دغه ډله د نړیوالو ځانګړو ترهګريزو ډلو سازمان یاد کړی و.

د بلوچستان د ازادۍ غورځنګ دغې وسله والې ډلې په پاکستان کې د څو پرلپسې وسله والو بریدونو مسولیت په غاړه اخېستی و.

په همدا تېره مارچ میاشت کې دغې ډلې له کوېټې څخه پېښور ته روان يو اورګاډي باندې د برید مسوولیت پر غاړه خاېستی و چې په دغه اورګاډي کې لسګونه پاکستاني پوځيان ووژل شول