
کابل ټيلیګراف – ۲۱ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چین سره د تعرفې تړون د درې میاشتو لپاره نور هم تمدید کړ.
د چین او امریکا د تعرفې تړون موده نن پای ته رسېدلې وه.
د خبري اژانس په وینا، ټرمپ په جنوري کې پر چینايي وارداتو ۱۴۵ فیصده تعرفه لګولې وه، چې په ځواب کې چین پر امریکايي وارداتو ۱۲۵ فیصده تعرفه لګولې وه.
د دغه ځوابیه اقدام وروسته په مۍ میاشت کې د تړون له مخې امریکا ۳۰ فیصده او چین ۱۰ فیصده تعرفه کمه کړې وه.
د را پورونو له مخې؛ د د دواړو لورو د ولسمشرۍ د حکم له مخې، اوسنۍ تعرفې به راتلونکو درې میاشتو لپاره نوره هم تمدید اوسي.