
کابل ټيلیګراف – ۲۱ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د بهرنيو را پورونو له مخې؛ کرسټیانو رونالډو جورجینا ته د یوې ګوتمۍ په ډالۍ کولو سره هغې ته د واده وړاندیز کړ، چې د دغه ګوتمۍ قیمت ۴ میلیونو امریکايي ډالرو څخه زیات اټکل شوی دی.
جورجینا روډریګز دغه انځور چې د رونالډو له لاسونو سره یو ځای دی، پخپل انسټاګرام کې خپور کړی او ورسره یې لیکلي: زه هو وایم، اوس او په ټول ژوند کې هو وایم.
۳۱ کلنې هسپانوي ماډل جورجینا تر دې وړاندې هم ورته د ګوتمۍ انځورونه خپاره کړي دي.
د رسنیو د راپورونو له مخې، کرسټیانو رونالډو په ۲۰۲۰ کال کې د کارټیئر نومي برانډ یوه ګوتمۍ جورجینا ته ډالۍ کړې وه، چې قیمت یې شاوخوا ۶۱۵ زره پونډه و.
کرسټیانو رونالډو او د هغه ملګرې جورجینا له ۲۰۱۶ کال راهیسې یوځای دي، دوی دوه لوڼې لري، چې پکې ۷ کلنه عالیانه او ۲ کلنه بیلا هم شاملې دي.
رونالډو په ټولیزه توګه ۵ ماشومان لري.