خبرونهلوبېنړۍ

ویسټ انډیز په درېیمه لوبه کې په ماتې ورکولو سره پاکستان څخه ۳۴ کاله وروسته سریز وګاټه

کابل ټيلیګراف – ۲۲ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال 

ویسټ انډیز د سیریز په وروستۍ او فیصله کوونکې یو ورځنۍ لوبه کې پاکستان ته د ۲۰۲ رنزونو په توپیر ماتې ورکړه او د درېیو لوبو سیریز یې ۱-۲ سره خپل کړ.

د پاکستان او ویسټ انډیز ترمنځ درېیمه او فیصله کوونکې یو ورځنۍ لوبه په ټرینیډاډ کې وشوه.

په دې لوبه کې پاکستان پچه وګټله او کوربه لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

ویسټ انډیز پاکستان ته د ۲۹۵ رنزونو هدف وټاکه.

په ځواب کې د پاکستان ټوله لوبډله په ۹۲ رنزونو وسوځېده او پ دې سره ویسټ انډیز د پاکستان پر وړاندې ۳۴ کاله وروسته د یوه ورځنیو لوبو سریز وګاټه.

د پاکستان ۵ لوبغاړي صایم ایوب، عبدالله شفیق، محمد رضوان، حسن علي او ابرار احمد په دې لوبه کې په صفر وسوځیدل.