
کابل ټيلیګراف – ۲۲ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
په غزه کې د خوراکي توکو په لټه کې د ۳۱ کسانو په ګډون ۸۹ فلسطینیان شهيدان او له ۵۰۰ زیات ټپيان شوي دي.
د غزې د روغتیا وزارت په وینا، تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلي بریدونو له امله له ۸۹ زیات فلسطینیان شهيدان او ۵۱۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
په شهيدانو کې ۳۱ هغه کسان هم شامل دي چې د مرستو په لټه کې وو.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې؛ په غزه کې د غذايي کمښت له امله د مړو شویو کسانو شمېر د ۱۰۳ ماشومانو په ګډون ۲۲۷ تنو ته ورسید.
په ورته وخت کې د فلسطین د مقاومت تنظیم اسلامي جهاد د عسکري څانګې القدس وایي، په خان یونس کې یې اسرائیلي پوځي موټر ویجاړ کړی دی.
د مقاومت دغه ډلې ویلي چې د دوی ځواکونو د الکتبیه په سیمه کې د اسرائیلي یرغل پر مهال د چاودیدونکو توکو په وسیله یاد موتر په نښه کړی دی.
د یو بل خبر له مخې؛ د فرانسې په شمول د ۲۷ اروپايي هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو ویلي چې په غزه کې بشري بحران د اټکل نه کولو حد ته رسیدلی.
دوی په یوې ګډې اعلامیې کې له اسرائیلو غوښتنه کړې چې نړیوالو ادارو ته د بې خنډه او خوندي مرستو رسولو لپاره لاسرسی ورکړي.