
کابل ټيلیګراف – ۲۲ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي، چې طالبان په تېرو ۴ کالونو کې میرمې له ټولنې په بشپړ ډول حذفولو ته نږدې کړي دي.
دغه ادارې په افغانستان کې د میرمنو وضعیت د حقونو بحران بللی او زیاته کړې، چې د طالبانو فرمانونه ښځې له اساسي حقونو او کرامت محروم کړي.
د ملګرو ملتونو د یاد دفتر د معلوماتو له مخې؛ طالبان له ۱۳ کلنۍ وروسته نجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکوي، میرمنې له دندو، سیاسي فعالیتونو، له محرم پرته له ګرځېدو، د خپل کور په چارو کې د پرېکړو او ګڼ نورو حقونو څخه بې برخې شوي دي.
په اعلامیه کې راغلي، چې د ښځو لپاره د طبي زدهکړو بندیز، او د هغوی د درملنې لپاره د نارینه ډاکټرانو مخنیوی، د کمېدونکو مرستو سره یوځای، ښځې له اړینو روغتیايي خدمتونو بېبرخې کړي دي.
اعلامیه ټینګار کوي چې افغانستان له یمن وروسته د نړۍ دویم هېواد دی چې تر ټولو زیات جنسیتي واټن لري، او د فقر او بشري بحرانونو ګډ اغېز ژوند د ټولو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو، لپاره لا سخت کړی دی.