افغانستانخبرونه

د افغانستان او قرغزستان ترمنځ دوه سوداګریز تړونونه لاسلیک شول

کابل ټيلیګراف – ۲۲ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال 

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزیر په مشرۍ د طالب چارواکو او سوداګرو يو پلاوی چې پرون د قرغزستان پلازمېنې بېشېک ته تللی، هلته يې د سوداګرۍ په برخه کې دوه مهم تړونونه لاسلیک کړي دي.

په بېشکېک کې د طالبانو سفارت وايي چې د سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ دغه پلاوی پرون بېشکېک ته رسېدلی او هلته يې ددغه هېواد د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر باکېت صدیکوف سره لیدلي دي.

په دې کتنه کې د اقتصادي او سوداګريزو مسايلو د بحث ترڅنګ؛ دوه مهم سوداګریز سندونه هم لاسلیک شول.

ټاکل شوې د‌دې سفر په لړ کې به، د صنعت او سوداګرۍ وزير د یوشمېر مهمو لیدنو سربېره، د قرغیزستان په ایسیک-کول اقتصادي فورم کې هم گډون وکړي.