
کابل ټيلیګراف – ۲۲ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د خېبر پښتونخوا د باجوړ په مامند سیمه کې د پاکستاني نظامیانو له لورې د عملیاتو پیل کېدو له امله تر اوسه تر شل زرو پورې کورنۍ بې ځایه شوي دي.
سیمه ییزو چارواکو ویلي، تر اوسه له ۲۰ زرو زياتې کورنۍ کډوالې شوې دي، چې زياتره يې د خپلو خپلوانو په کورونو کې مېشت دي.
دوی زیاته کړې، تر اوسه په ۸۵ دولتي او خصوصي ښوونځیو، د لوبو کمپلکسونو او نورو ځایونو کې ۱۳۶۵ کورنۍ ځای پر ځای شوي او ورته د خوراکي توکو ترڅنګ نور اړین وسایل ور کول کیږي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره شپه په باجوړ کې د یوه برید په ترڅ کې ۱۴ پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.