افغانستانخبرونه

طالبانو په کابل کې ۱۶ کسان په دُرو ووهل

کابل ټيلیګراف – ۲۲ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال 

د طالبانو ستره محکمه وايي، کابل کې د ابتدایه محکمې له لوري ۱۶ کسان د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو په دُرو وهل شوي دي.

د طالبانو سترې محکمې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د کابل ولايت د نشه يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدایه محکمې د ټابلېټو، الکولي مشروباتو او چرڅو د خرڅلاو او قاچاق په تړاو ۱۶ کسان په دُرو وهلي دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، محکمې دغو مجرمینو ته له اتو څخه تر درېیو کلونو د تنفیذي بند سزا او له ۱۰څخه تر ۳۹ پورې تعزیري دُرې ورکړي دي.

خو دا په داسې حال کې ده چې طالبان خپلو غړو ته د اخلاقي فساد په تړاو هم سزا نه ورکوي.