
کابل ټيلیګراف – ۲۲ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
په داسې حال کې چې طالبانو په عامو افغانانو بېلا بېلو قضیو کې د شرعي حکم د تطبیق ادعاوې کوي، دغه ډلې په یوه تازه قضیه کې د خپل یوه جنګیالي د قتل قضیې د بخښنې اخیستو لپاره یو میلیون افغانۍ ورکړي.
د ننګرهار د سپین غر ولسوالۍ د شَډل کلی یو اوسېدونکی چې څه موده وړاندې د طالبانو د « سرې قطعه » جنګیالیو لخوا ووژل شوی و، طالبانو یې د کورنۍ رضایت تر لاسه کولو لپاره له یو میلیون زیاتې افغانۍ ورکړي.
په یاد ولایت کې د طالبانو د والي دفتر په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د سپین غر ولسوالۍ اوسیدونکی مطیع الله د طالبانو د سرې قطعې وسله والو لخوا په غیر عمدي توګه وژل شوی و.
د طالبانو په اعلامیه کې راغلي چې د دې پېښې وروسته، د ولایت مرستیال، د علماوو شورا رئیس، او د استخباراتو او امنیه قوماندانۍ مسوولینو د قرباني کورنۍ سره لیدلي او له هغوی یې غوښتي چې هغه جنګیالي و بخښي چې په دې پېښه کې ښکېل وو.
د «سرې قطعې» اړوند کسانو د یو میلیون او ۱۱۰ زره افغانیو «دیت» ورکولو مسوولیت منلی او د قرباني کورنۍ د بخښنې له امله یې مننه کړې ده.
په اعلامیه کې زیاته شوې چې د وژل شوي کس خپلوانو ویلي، دوی د «خدای د رضایت» لپاره د بخښنې پرېکړه کړې او په راتلونکي کې به هیڅ ډول دعوه نه کوي.
له هغه وخت راهیسې چې طالبان بیا واک ته رسیدلي، دا لومړی ځل نه دی چې د دوی وسله والو لخوا د ولسي وګړو د وژنې قضیې د پیسو ورکولو او کورنيو ته د بخښنې هڅولو سره بندېږي.
د بشري حقونو فعالین وايي چې دا ډول چلند نه یوازې د عدالت مخه نیسي، بلکې جنګیالي هڅوي چې دا ډول پېښې عادي وګڼي.