افغانستانخبرونه

په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض په اړه د امریکا متحده ایالتونو اندېښنې

کابل ټیلیګراف – ۲۲ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل کلني راپور کې اعلان کړی چې د طالبانو له خوا د بشري حقونو رعایتول د پام وړ کم شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سه شنبه د زمري پر ۲۱مه د بشري حقونو په تړاو خپل راپور خپور کړی دی.

د دې راپور له مخې، د طالبانو له خوا خپلسرې وژنې، تښتونې، شکنجې او نا انسانی چلند لا هم دوام لري.

په راپور کې راغلي چې طالبانو او د داعش خراسان څانګې په جلا جلا توګه ماشومان استخدام کړي دي.

راپور زیاتوي چې طالبانو ګڼ کسان له مخکیني حکومت سره د همکارۍ په تور وژلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه راز ویلي چې طالبانو له اسلامه د خپل تفسیر پر بنسټ داسې قوانین وضع کړي چې د ښځو بنسټیز حقونه یې په ښکاره توګه نقض کړي دي.

دا راپور په داسې حال کې خپور شوی چې طالبان پر افغانستان د خپلې واکمنۍ د څلورمې کالیزې په درشل کې دي.