افغانستانخبرونه

امریکا او پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره پر ګډو ژمنو ټېنګار کړی

کابل ټیلیګراف – ۲۲ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له امريکايي چارواکو سره د ترهګرۍ ضد مبارزې په اړه د وروستي پړاو خبرو اترو ترسره کېدو خبر ورکړی او زياته کړې يې ده، چې دواړو لورو «د ترهګرۍ د ټولو ډولونو او بڼو پر وړاندې د مبارزې په ګډه ژمنه ټينګار کړی دی».

دغه ناسته تېره ورځ (سې شنبه، ۲۱ د زمري) په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د ځانګړي استازي نبیل منیر او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ترهګرۍ ضد مبارزې د همغږي کوونکي ګرګوري ډي لوګرفو په ګډه مشرۍ ترسره شوې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، چې دواړو لورو د ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې د اغېزمنو تګلارو د پراختیا پر حیاتي اهمیت ټینګار وکړ، چې پکې د بلوچستان د ازادۍ د پوځ، داعش خراسان او تحریک طالبان پاکستان ګواښونه هم شامل دي.

یاد وزارت ویلي، چې متحده ایالاتو د هغو ترهګرو ډلو په کنټرول کې د پاکستان د دوامداره بریالیتوب ستاینه وکړه چې سیمه ییز او نړیوال سولې او امنیت ته ګواښ پیښوي.

دغه د امریکا پلاوي د ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو د تلفاتو په اړخ له پاکستان سره خواخوږي څرګنده کړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه کې راغلي، چې دواړو پلاوو د امنیتي ننګونو د ځواب ویلو او د ترهګریزو موخو لپاره د راټوکېدونکو ټکنالوژیو د کارونې د مخنیوي په برخه کې د لا پیاوړو بنسټیزو چوکاټونو د رامنځته کولو او د وړتیاوو د پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ.

دغه راز پاکستاني او امریکايي چارواکو په څو اړخیزو راټولیدنو په ځانګړي ډول ملګرو ملتونو کې د ترهګرۍ پر وړاندې د اغېزمنو او دوامداره تګلارو د پرمختګ لپاره د نږدې همکارۍ ټینګار کړی او پر دې یې باور څرګند کړی چې پرله‌پسې او منظم تعامل د ترهګرۍ د مخنیوي او د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره حیاتي اهمیت لري.

په افغانستان کې د امریکا د دوو لسیزو شتون په جریان کې، پاکستان د واشنګټن د متحد په توګه پیژندل کیده او له امریکا څخه یې مالي مرسته ترلاسه کوله، مګر په ورته وخت کې اسلام آباد د دوه ګوني لوبې په کولو تورن و.

د افغانستان د پخواني حکومت چارواکو پاکستان د ترهګریزو ډلو او په افغانستان کې د ناامنیو پر ملاتړ تورن کړی و.

پاکستان اوس وايي، چې په افغانستان کې ترهګرې ډلې د طالبانو تر کنټرول لاندې شتون لري او د دې هیواد له خاورې په ګټې اخیستنې په پاکستان کې د بریدونو لپاره کار اخلي.