افغانستانخبرونه

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر قرغزستان کې مېشتو افغان سوداګرو سره ولیدل

کابل ټیلیګراف – ۲۲ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، سرپرست وزیر چې قرغزستان ته يې د سوداګرۍ د پراختيا په موخه سفر کړی دی، په دغه هېواد کې یې مېشتو افغان سوداګرو سره ولیدل.

په دغه ناسته کې هلته د مېشتو افغان سوداګرو د ستونزو د حل او سوداګرۍ د پراختیا په تړاو خبرې اترې شوې دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په يوه اعلامیه کې ويلي چې  سرپرست وزیر نورالدین عزیزي هلته مېشتو افغان سوداګرو ته ويلي چې افغانستان کې اوسمهال امنیت خوندي دی او هغوی يې په هېواد کې پانګونې ته هڅولي دي.

نوموړي ډاډ ورکړی چې د طالبانو حکومت سوداګرو او پانګولو ته په بېلابېلو برخو کې اسانتیاوې رامنځته کړي او پانګوال چې هره برخه کې مرستې ته اړتیا ولري دوی ورته د پانګونې زمینه برابروي.