خبرونهنړۍ

امریکا: له شرابو څښلو سره د امریکايي ځوانانو فاصلې زیاتې شوي

کابل ټيلیګراف – ۲۳ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

په امریکا کې ترسره شوي یوه وروستي عامه نظرپوښتنې  د پایلو له مخې؛ یوازې ۵۴ سلنه بالغو امریکایانو ویلي چې دوی شراب څښي، چې دا د تېرو ۹۰ کلونو تر ټولو ټیټه کچه ده. 

په نظرپوښتنه کې دا هم روښانه شوه چې د شرابو څښونکي کسان هم د پخوا په پرتله په کمه اندازه شراب کاروي. 

په وروستي نظرپوښتنه کې لومړی ځل د ځوانانو اکثریت دا نظر ورکړی چې هره ورځ یوازې یو یا دوه پیګ شراب هم پر روغتیا منفي اغېزه کوي.