
کابل ټیلیګراف ۲۵ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د فلسطین د غزې تړانګې د روغتیا وزارت عمومي مشر «منیر البرش» په خپلو څرګندونو کې ویلي چې په دې سیمه کې ۲۴۰ کسان د لوږې او سوء تغذیې له امله شهیدان شوي، چې له دې جملې ۱۰۶ یې ماشومان دي.
هغه زیاته کړه، که قحطي دوام وکړي، موږ به داسې پړاو ته نږدې شو چې هره ورځ ۵۰۰ کسان به شهیدېږي.
البرش د الجزیرې شبکې سره په خبرو کې وویل چې صهیونیستي رژیم په مستقیمه توګه د دې سیمې روغتونونه په نښه کوي او د غزې ۹۵ سلنه زیرزمیني اوبه نور د څښاک لپاره مناسبې نه دي.