
کابل ټیلیګراف ۲۵ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي د ټرمپ او پوتین د لیدنې په غبرګون کې وویل چې ولادیمیر پوتین په دې لیدنه کې د درېیو مشخصو موخو سره ګډون کړی و او له بده مرغه ټولو ته یې لاسرسی وموند.
زیلنسکي ټینګار وکړ: پوتین یوازې د ټرمپ سره د لیدنې یوې انځور ته اړتیا درلوده، همدا انځور د هغه لپاره کافي و ترڅو په سیاسي توګه ګټه ترلاسه کړي.
هغه وویل: د روسيې د ولسمشر حضور په دې غونډه کې پخپله د هغه لپاره یوه شخصي بریا ده.
زیلنسکي زیاته کړه: پوتین د انزوا څخه د وتلو او نړیوال مشروعیت ترلاسه کولو په لټه کې و، او د امریکا د ولسمشر سره لیدنه د هغه لپاره دا فرصت برابر کړ.
د امریکا او روسيې د ولسمشرانو ډونالډ ټرمپ او ولادیمیر پوتین ترمنځ خبرې د جمعې په ماښام د الاسکا ایالت په محلي وخت ترسره شوې. ټرمپ د پوتین سره د شاوخوا درې ساعته خبرو وروسته اعلان وکړ چې په دې لیدنه کې لوی پرمختګونه شوي، په ډېرو ټکو موافقه شوې، او یوازې ډېر لږ ټکي پاتې دي.
ولادیمیر پوتین هم له خپل امریکايي سیال سره په الاسکا کې خبرې رغوونکې او ګټورې وبللې او ویې ویل: د اوکراین شخړې حل کول د ټرمپ سره په لیدنه کې د مطرح شوو مهمو موضوعاتو څخه وه.
هغه وایي، روسيه د اوکراین د بحران د پای ته رسولو لیوالتیا لري او هیلهمند یم چې په الاسکا کې شوې موافقې به د اوکراین د ستونزې د حل او د روسيې او امریکا ترمنځ د اړیکو د بیا احیا لپاره یو سرلیک شي.