
کابل ټیلیګراف ۲۶ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وايي، په پروان ولایت کې يې پنځه کسان د ۱۸ کیلو ګرامه چرسو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
د طالبانو د کورنيو چارو وزارت په يوه اعلامیه کې ويلي چې د پروان امنیې قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو پنځه تنه له ۱۸ کیلو ګرامه چرسو سره، چې په ډېر ماهرانه توګه يې په یو کرولا ډوله موټر کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل يې چې قاچاق يې کړي، د کابل او پروان د شهراه په مسیر کې ونیول شول.
دغه وزارت وایي، نيول شوي کسان به د پولیسو له لومړنیو څیړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي