خبرونهنړۍ

په غزه د اسرائیلو د ظلمونو په خلاف په اسرائیلو، بریتانیا او سویډن کې لاریونونه شوي

کابل ټیلیګراف ۲۶ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

په غزه د اسرائیلو د پرلپسې ظلمونو له امله په بریتانیا، اسرائیلو او سویډن کې د دغه رژیم پر خلاف لاریونونه شوي دي.

د را پورونو له مخې؛ په انګلستان کې د ريال ائير فورس د اډې بهر سلګونه کسانو اسرائیل ته د وسلو د ورکړې د درولو غوښتنه وکړه.

په فنلنډ کې د فلسطين پلويان د هغې کمپنۍ شیشې، چې اسرائیل ته وسلې ورکوي، د وینو په سور رنګ، رنګ کړې.

د دې ترڅنګ په سویډن کې هم د یوه پراخه لاریون په ترڅ کې د فلسطينيانو سره د همغږۍ څرګندونه وشوه.

په اسرائیل کې هم زرګونه کسان د حکومت پر ضد سړکونو ته راوتلي و.

په تل ابیب کې مظاهره کوونکو د اسرائيلي پوځي مرکز بهر لاریون وکړ او د یرغملو د خوشي کېدو په موخه یې د حماس سره د تړون د لاسلیک غوښتنه وکړه.