خبرونهنړۍ

د روسیې په یوې فابریکې کې د چاودنې له امله ۱۴۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټیلیګراف ۲۶ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د را پورونو له مخې؛ دا پېښه د روسيې د ريجن ريازن ولایت په يوې فابريکې کې شوې، چې له امله یې ۱۱ تنه وژل شوي او ۱۳۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

را پورونه وایي، ټپيان د درملنې په موخه روغتونونو ته لیږدول شوي دي.

چارواکو ویلي، چاودنه د فابريکې په يوې ورکشاپ کې د اور لګېدو له امله شوې، خو د اور لګېدو لامل لا معلوم نه دی.

ځينو خپلواکو رسنیزو سرچینو ویلي، چاودنه د بارودو جوړولو فابريکه کې شوې ده، خو رسمي چارواکو په دې اړه لا څه ندي ویلي.