افغانستانخبرونه

سعودي کې یو افغان وګړی اعدام شوی

کابل ټیلیګراف ۲۶ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د سعودي عربستان د مکې مکرمې په سيمې کې د نشه يي توکو قاچاق په جرم يو افغان وګړی اعدام شوی.

د سعودي د کورنيو چارو د وزارت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، د غلام رسول فقير په نوم د ياد افغان وګړي پر ضد د هيروين قاچاق کولو تور و، چې د محکمې له خوا یې جرم ثابت او ورته د مرګ سزا ورکړل شوه.

په اعلامیه کې ویل شوي، دغه کس د سعودي عربستان د عالي محکمې څخه د بیا کتنې غوښتنه کې، خو هغوی هم د مرګ پرېکړه تائید کړه.

دغه وزارت ویلي، یاد کس ته پرون د شنبې په ورځ د مکې مکرمې په سيمې کې د مرګ سزا ورکړل شوه.