
کابل ټیلیګراف ۲۶ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د غزې په شمالي سيمو کې د اسرائيلي پوځ لخوا د الاهلي روغتون باندې برید کې ۷ فلسطينيان شهیدان شوي.
د عربي رسنيو د خبر له مخې؛ د اسرائيلي پوځ لخوا د غزې په شمالي سيمو کې پرمختګ پیل شوی او هلته میشت یو میلیون وګړي له سیمې څخه وتلو ته مجبوره شوي دي.
د فلسطين د روغتيا وزارت ويلي چې د اسرائيل لخوا د خوړو د کمښت له امله د تيرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې ۱۱ نور فلسطيني وګړي مړه شوي، چې په دې سره د خوراک د نشتوالي له امله د مړو شویو فلسطینیانو شمېر ۲۵۱ تنو ته ورسید، چې ۱۰۸ په کې ماشومان دي.
د ۲۰۲۳م کال اکتوبر راهيسې د دې جګړې په ترڅ کې تر اوسه ۶۱ زره فلسطيني وګړي وژل شوي.