خبرونهنړۍ

اندونیزیا کې د رېښتر په کچه ۶ درجې زلزله شوې

کابل ټیلیګراف ۲۶ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

په اندونیزیا هېواد کې د رېښتر په کچه ۶ درجې زلزله شوې، چې له امله یې لسګونه کسان ټپیان شوي دي.

دغه زلزله د یاد هېواد په سولاویسي صوبې د پوزوري جنسي ښار کې شوې ده.

را پورونه وايي، چې د دغه زلزلې له امله لسګونه کسان ټپیان شوي او نور زیانونه هم اوښتي، خو تر اوسه دقیق ارقام ندي خپاره شوي.

ویل کیږي، دا زلزلې د پوزوري جنسي سیمې په ۱۰ کيلومتره کې ژور والی درلود.