
کابل ټیلیګراف ۲۶ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د چین هېواد په شمالي ښار بیانور کې د ناڅاپي اورښتونو او سیلابونو له امله ۸ تنه مړه او ۴ تنه لادرکه شوي دي.
سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د دغه سیلابونو له امله یې یو تن ژغورلی، خو د څلورو لادرکه کسانو د موندلو هڅې جریان لري.
په دې وروستیو کې پاکستان، چین، جاپان، هند، افغانستان او ګڼ نورو هېوادونو کې د موسمي سیلابونو له امله پراخه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.