افغانستانخبرونه

ننګرهار کې ۷۰ کلنه دښمني چې له امله یې ۱۲ تنه وژل شوي و، په دوستۍ بدله شوه

کابل ټیلیګراف ۲۶ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د محمد الدین او شاه وزیر کورنیو ترمنځ اویا کلنه دښمني، چې له امله یې دواړو لورو څخه ۱۲ تنه وژل شوي وو، د سیمه ییزو چارواکو په هڅو په دوستۍ بدله شوه.

سیمه ییزو چارواکو ویلي، د علماوو او قومي مشرانو په منځګړيتوب دواړو کورنيو يو بل ته بښنه وکړه، پخوانۍ دښمني يې په ورورولۍ بدله او له دې وروسته به دوی د وروڼو په څېر خپل عادي ژوند پرمخ وړي.

د یادونې وړده، چې تر دې وړاندې د ننګرهار په کوټ کې هم د سیمه ییزو مسؤلینو په هڅو د دوو لورو ترمنځ یوه بله دښمني، چې له امله یې دواړو لورو څخه اته تنه وژل شوي و، په دوستۍ بدله شوې وه.