
کابل ټیلیګراف ۲۶ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت وايي چې په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې له ۸۷ مټرېک ټنه څخه ډېر انتقالات شوي دي.
ياد وزارت په يوه اعلامیه کې ويلي: ((د زمري میاشتې له ۱۷مې څخه د همدې میاشتې تر ۲۳مې نېټې، د اوسپنې پټلۍ له لارې ۸۷زره او ۷۸۳مټریک ټنه انتقالات شوي دي.))
د معلوماتو له مخې، د حیرتان له لارې ۵۵زره او ۳۹۵مټرېک ټنه، د اقینې له لارې ۸زره او ۱۲۰مټرېک ټنه، تورغونډۍ له لارې ۱۳۰۹۰ټنه او هرات خواف له لارې ۱۱زره او ۱۷۸ ټنه انتقالات شوي دي.
د معلوماتو له مخې، دغه انتقالاتو کې تېل او ګاز او نور بېلابېل توکي شامل دي چې له ډلې یې ۱۹۷ټنه د هېواد د وچو مېوو او جوسو په ګډون صادارات دي.