د اسلام اباد په غونډه کې د اتلس کسیزې ډلې لېست افشاء شو

کابل ټيلیګراف – ۲۷ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
په اسلام اباد کې د پاکستان له لوري د طالب ضد څېرو د غونډې د ګډونواول اتلس کسیزې ډلې لېست افشاء شو چې په کې د پخوانیو جهادي ډلو د غړو په ګډون د ښځو د حقونو فعالې او د تېر حکومت ځینې ټيټ پوړي چارواکي شامل دي.
ځينو سرچینو کابل ټیلګراف سره د دغو کسانو نوملړ شریک کړی چې په ډله کې يې د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار زوی حبیب الرحمن حکمتیار هم شامل دی.
د سرچینو په خبره، نرګس نهان، معصومه خاوري، فوزیه کوفي، حبیب الرحمان حکمتیار، میرویس ناب، نصیر اندېشه، شينكۍ كړوخيل، قهرمانه کاکړ، بلقيس احمدي، سيما نوري، اثار حیکمي، مجيب الرحمن رحيمي، ادريس زمان، يأسا، زهرا حسيني، ډاکټر پتوني تايشمن، نبيله مصلح او حاجي الماس شامل دي.
داسې ویل کېږي چې ښايي، په دغه لېست کې ځينې نور کسان هم ور زیات شي او په شته کسانو کې هم ښايي ځينې يې د مسالې د جنجالي کېدو له امله ګډون ونکړي.
ټاکل شوې چې د اګسټ په ۲۵مه او او ۲۶مه د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د دغه هېواد په کوربتوب د طالبانو پر ضد د دغې ډلې د مخالفینو او ښځو او بشر حقونو د فعالانو په ګډون دوه ورځنۍ غونډه جوړه شي.
د دغې غونډې معلومات پخواني افغان الاصله امریکايي ډيپلوماټ زلمي خلیلزاد افشاء کړل چې دا موضوع له تېرو شاوخوا درېیو ورځو راهېسې په رسنيو کې د سر ټکی ګرځېدلی او د ډېرو پخوانيو چارواکو، سیاسیونو او جهادي کړیو د غبرګونونو سبب ګرځېدلی دی.
تر اوسه پاکستان په دې اړه رسمي کوم غبرګون نه دی څرګند کړی، خو ځینو پاکستاني سرچینو رسنيو ته تایید کړې چې دا غونډه به ترسره شي.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې وروسته له هغې خرابې شوې چې په پاکستان کې ناامني او د ترهګرۍ پېښې ډېرې شوې. پاکستان په ځلونو وویل چې دغه پېښې اکثریت د هغو وسله والو له لوري ترسره کېږي چې له افغانستان څخه د دوی خاورې ته ور اوړي؛ خو د طالبانو حکومت يې دا ادعا رد کړې ده.
پاکستان د دغې ادعا د ثبوت لپاره تېره اوونۍ په خیبر پښتونخوا کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د ځانګړو عملیاتو پرمهال د ۵۰ په شاوخوا کې د پاکستاني طالبانو د تحریک وسله والو د وژلو ادعا وکړه چې د پاکستاني پوځ په وینا، دا وسله وال له افغانستان د ور اوښتو په حال کې وو چې دو ووژل.
د پاکستان د پوځ مشر مارشال عاصم منیر په دې وروستیو کې د درېیو میاشتو په موده کې دوه ځلې امریکا ته سفر وکړ، پایله کې يې د امریکا له لوري د پاکستان د حکومت مخالفه وسله واله ډله (د بلوچ بېلتون غوښتونکو اردو) چې په بلوچستان ایالت کې فعالیت کوي، د بهرنيو ترهګرو په لېست کې شامل کړه او د عاصم منیر له بېرته ګرځېدو وروسته په پاکستان کې د طالبانو د سیاسي مخالفینو د غونډې جوړېدو تابیا هم ونیول شوه.
که څه هم د دغې غونډې جوړېده د پخواني امریکايي ديپلومات او د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیزاد له سخت مخالفت سره مخ شو؛ خو د ځينو افغان سیاستوالو او جهادي څېرو له لوري نه یوازې دا چې د دغې غونډې هر کلی شوی، بلکې د زلمي خلیلزاد د دریځ غندنه هم شوې ده.
تر دې مخته ورته غونډې په ترکیه، بریتانیا، امریکا، جرمني او نورو هېوادونو کې جوړې شوې او تر ډېره پکې په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړولو، د ښځو پر حقونو، زدکړو او کار خبرې شوې دي.