افغانستانخبرونه

طالبانو په کندز کې هغه ځوان نیولی چې بهرنيو سیلانیانو سره یې ناسم چلند کړی و

کابل ټيلیګراف – ۲۷ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

په کندز ولايت کې د طالبانو امنیه قومانداني وايي، هغه ځوان يې نيولی چې څه ورځې وړاندې يې په کندز ښار کې له يوې بهرنۍ سیلانۍ سره ناسم چلند کړی و.

په ټولنیزو شبکو کې له څو ورځو راهېسې يوه ويډيو لاس په لاس کېږي چې پر بایسکل ناست يو ځوان په کې درېیو بهرنيو سیلانیانو سره ناوړه چلند کوي.

دغه ځوان يوې بهرنۍ سیلانۍ سره ځان نښلوي او د هغې مېړه پرې غږ کوي: ((هغې سره مه نښلېږه، هغه زما مېرمن ده.))

د یاد ځوان دغه چاره په ټولنيزو شبکو کې له توندو غبرګونونو سره مخ شوې چې د یاد ځوان سر يې د طالبانو تر قوماندانۍ رسولی دی.

په کندز ولایت کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ پولیسو لخوا یاد کس وپېژندل شو او د قانون منګولو ته وسپارل شو. نیول شوي کس په خپل جرم اعتراف کړی او ویلي یې دي چې د خپل عمل له امله سخت پښېمان دی، نوموړي خپل کار د ناپوهۍ پایله بللې ده.