
کابل ټيلیګراف – ۲۸ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د را پورونو له مخې؛ فلسطیني خبریال اسلام الکومي د خپل ماشوم زوی سره یو ځای د اسرائیلو په یوه برید کې وژل شوی دی.
نوموړی له خپل زوی سره یو ځای د غزې ښار په جنوب الصبره سیمه کې د اسرائیلو په توغندیز برید کې وژل شوی دی.
له دې سره، د سې شنبې په سهارني بریدونو کې د اسرائیلو د پوځ له خوا د غزې په بېلابېلو سیمو باندې، ۱۶ نور فلسطینیان وژل شوي دي.
دا ۱۶ فلسطینیان د اسرائیلو د پوځ په هوايي، ځمکنیو او توغندیزو بریدونو کې د غزې په مرکز او جنوب کې شهید شول.
د فلسطین روغتیا وزارت اعلان کړی چې: د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې نېټې څخه تر اوسه د غزې د شهیدانو شمېر له ۶۲ زرو څخه اوښتی او له ۱۵۶ زرو څخه زیات نور هم ټپیان شوي دي.